نوي ميلادي کال به هم دخارجی نظامیانو لپاره خونړی کال وي
رحمت اله روان رحمت اله روان

د افغانستان جګړه په ٢٠٠٩م کال کې ډېره سخته شوه، چې نړيوالې ټولنې ته هم دا يو بد خبر و، دې ټولنې ژمنه کړې چې په دې هیواد کی به د بهرنيو پوځيانو شمیر زياتوي، په ملياردونو ډالر به مصروفوي، چې دغه هیواد په يوه سوله ييز هیواد بدل شي او مډرنه ډيموکراسي په کې پلې شي. اټکل کیږی چې نوى ميلادي کال به بيا هم په افغا نستان کی یو خونړى کال وي ، دسیاسی کارپوهانو له نظره داسی اټکل هم کیږی چه په نوی میلا دی کال کی به په افغا نستان کی دترهګری سره جګړه تقریبا نړیواله بڼه ځان ته غوره کړی او لمن به یی ځینو نورو ملکونوته هم وغزیږی،او په نوی میلا دی کال کی به تاوترخوالی لا پسی زیات شی.

نن چی دنوی میلادی کال ۱۵ نیټه ده تر اوسه پوری ۱۵ خارجی نظامیان وژل شوی دی او د۲۰ په شا وخواکی شدید ژوبل شوی دی یعنی په هره ورځ کی یو بهرنی نظامی وژل شو دی

په پنځلسو ورځو کې د پنځلس خارجی عسکرو وژل کیدل هغه اټکلونه تاییدوي چې پراساس یې ویل کیږی سږکال به په افغانستان کې تاوتریخوالي لا زیات شي ځکه چې په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو شمیرنژدی یونیم لکو ته زیاتیږی او هغوی غواړي چې ډېرې سیمې له وسله والوطالبانو تصفیه کړي .

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د یوه امریکايي متقاعد جنرال له خولې خبرداری ورکړی چې امریکايي ځواکونه باید سږکال په میاشت کې ترپنځه سوو تلفاتو ته ځان تیار کړي .

متقاعده جنرال بري مک کفري ،چې پخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونود جنګي اجرااتو څېړونکی وو، اټکل کوي چې دا کال به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو تلفات د میاشتې د درې او پنځه سوو سرتیرو ترمنځ وي .د هغه په نظر ترټولو زیاتې مرګ ژوبلې به د دوبي په میاشتو کې وي چې هوا تودېږي او ورسره یوځای جګړه هم تودېږي 

په افغانستان كې ۸ كاله مخكې دبن د تړون له مخې دآمريكا د ايتلافى ځواكونو په څنگ كې په ۲۰۰۲ كال كې نړيوال سوله ساتى ځواكونه هم د تروريزم پر خلاف جگړه كې دامنيت شورا دپرېكړې له مخې ودريدل. آمريكا په تیرو ۸ كلونو كې د تروريزم پر خلاف جگړې د مشرۍ په بهير كې دا هڅه وكړه، چې د تروريزم خطر دټولې نړۍ په وړاندې يو نړيوال خطر وښيې، نه يوازې داچې دآمريكا په وړاندې. آمريكا ددې له پاره چې د افغانستان جگړه په پوځى او سياسى لحاظ لا پياوړى كړي او په دغه برخه كې خپل متحدين په سياسي او پوځى برخه كې تر آخره پورې له خپل ځان سر شر يك او ملگرى وساتي. نو نړيواله ټولنه يې دېته و هڅوله،

چې د افغانستان سره د مرستى په نامه ځلور نړيوال كنفرانسونه جوړ كړى، چې په هر كنفرانس كى يو شمیر هیوادونه دېته حاضر شول چې په ټوليزه توگه په ميلياردونه ډالره د افغانستان سره مرسته وكړي. نن نړيواله ټولنه د نومو ړو كنفرانسونو د مرستو له امله دا خبره كوي چې په تېرو ۸ كلونو كى ۳۰ ميليارده ډالره مرسته د افغانستان سره شويده، خو د افغانستان دولت دا خبره كوي چې له نوموړو مرستو څخه په سلو كى ۲۰ د ا فغانستان د دولت له لارې لگول شويدى او نورى په سلو كى ۸۰ مرستى د بهرنيو موسسو او انجوگانو له خوا، لگول شويدى، چى د افغانستان د دولت پورې هيڅ اړه نه لري. په پوځى ډگر كې هم ليدل كيږى چې په تیرو ۸ كلونو كې د آمريكا په ميلياردونه ډالر ولگیدل، او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د پوځى عملياتو په بهير كې له ۵۰ زره زياتو بې گناه افغانانو پروژلو بر سيره په افغانستان كې د ۴۲ هیوادونو پوځونو ته هم په سوونه مرگ ژوبله واوښته، چې په دغه برخه كې  د هر هیواد د پوځى تلفاتو پوره معلوماتو درسنیو له لاری خپاره شوی دی ، خويوازې په تیر كال كې دوروستۍ رپوټ له مخې دآمريكا ۸۶۸تنه پوځيان په افغانستان كې وژل شويدي. په آمريكا كې د بوش د واكمنۍ په وخت كې په افغانستان كې د آمريكا د پوځونو شمیر ۳۲ زرو تنوته رسيده، او د ناټو د پوځونو شمير ۳۰ زرو ته رسيده، خو د اوباما په تیره۱۲ مياشتنۍ واكمنۍ كې د آمريكا د پوځونو شمير ۶۸ زرو تنو ته ورسيده، يانى دوه چنده شو. د اوباما د نوى ستراتيژۍ له مخې چې د روان كال د ليندۍ د مياشتى په ۱۱ مه چى دتیر د ۲۰۰۹ ز كال د دسمبر د مياشتې د ۲ مى نیټه سره سمون خوري اعلان كړه، چې نور ۳۰ زره اضافى پوځيان به د ۲۰۱۰ ز كال په لومړنيو شپږو مياشتوكې افغانستان ته راشي، او په جنوبې او جنوبى ختيځو ولايتونو كې په ځاى پر ځاى شي چې دغه لړۍ همدا اوس پیل شويده. د اوباما د نوى ستراتيژۍ د غوښتنې له مخې د نا ټو غړي هیوادونه هم دېته اړشول، چې د روان كال د ليندۍ د مياشتې په ۱۲ او ۱۳ مه نیټه په بروكسل كې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړ كړي، چې په دغه غونډه كې له بحث او خبرو وروسته د ناټو عمومى منشى اندرس فوك راسموسن، افغانستان ته د ۷۰۰۰ زره اضافى پوځونو د ليږلو اعلان وكړ. چې په دغه توگه په افغانستان كې د آمريكا د پوځونو شمېر ۱۰۰ زرو تنو ته او د ناټو د پوځونو شمېر ۴۰ زرو تنو ته رسيږي، چې په ټوليزه توگه په افغانستان كې په نوى ز كال كې د بهرنيو ځواكونو شمیر به د ۲۵ زره طالبانو په وړاندى ۱۴۰ زرو تنو ته ورسيږى. كه چیرته له بهرنيو ځواكونو سره د افغانستان دولتي ځواكونه وشمیرل شي نو كابو درى لكه پوځونه په نوى ز كال كې د ، 25 زره طالبانو په وړاندې د جگړې په ليكه كې و دريږي. په تیرو نړيوالو جگړو كى وليدل شول، چې جگړه به په يوه هیواد كې نه وه، بلكى په مختلفو هیوادونو او مختلفو جبهو كې د مختلفو قوماندانانو له خوا، پر مخ بيول كیدله، او د افغانستان د جگړى د ځواكونو په پرتله د پوځونو شمير ډېر لږ ښكاريده، د وخت په لحاظ د تیرو دواړو نړيوالو جگړه وخت ۸ كاله او ځو مياشتې كيږي، خو د افغانستان د جگړى څخه ۸ كاله تیر شول، او د پاى ته رسيدو ښكاره نښې نښانى بې لا تر اوسه مالومى نه دي. د مالي او ځاني زيانونو په پرتله د افغانستان جگړه په اوسنيو شرايطو كې د تیرو نړيوالو جگړو سره نژدې ښكاري. نن په افغانستان كې د نړۍ ۴۲هیوادونه د آمريكا په مشرۍ د تروريزم پرخلاف جگړه كې ښكیل دي. اوس دلته دا پوښتنه رامنځته كيږى چې په تیرو نړيوالو جگړو كې ښكیل اړخونو وكولاى شول، چې يو لورى په جگړو كې د پوره ماتې سره مخامخ كړي او د جگړې د پاى ته رسيدلو لاره پيدا كړي، خو د افغانستان په جگړه كې په تیرو ۸ كلونو كې يو لورى هم بريالى نه ښكاري ،اودنوو ستراتيژيو په جوړولو سره دبهرنيو پوځونو زياتوالى اودجګړې دوام زياتيږي . اوس ددې وېره شته دى چې دحامد كرزي دبيا پنځه كلنې واكمنۍ په بهير كې دآمريكا په مشرۍ دتروريزم پر خلاف جګړه به بيا هم دوام پيداكړي ، اوكیدلی شی شي چې دغه جګړه د افغانستان ګاونډيو هیوادونو ته هم وليږدول شي. ددغه رنګه حالت سره جوخت داهم كیدلی شي چې په نورو هیوادونوکی دطالبانو اوالقاعده ډلې لا پياوړې شي او نوې جبهې پرانستل شي چش ښه مثالونه یی په یمن او صومالیا کی دي. نن له دغه جګړْ څخه نه يواز ې داچې دافغانستان خلك ډیر ستړي شويدي، بلكې په دغه جګړه كې ټول اړخونه ستړي شويدي، اوټول خلك ددغه جګړې بهوده بولی او په خپلو خبروكې په ډاګه كوي ، او ددغه جګړې دمالي او ځاني تلفاتو له امله له يوشمیر خلك له خپلو دولتونونه په كلكه غواړي چې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي.  داخبره په پوره باور امکان لری ، چې په راتلونكې كې به د اوبا ما دستراتيژۍ په وړاندې سخت غبرګونونه رامنځته شي ، اودنړۍ په وړاندې به ديوې نړيوالې جګړې بڼه غوره كړي . ددې له پاره چې په راتلونكې كې نړۍ له دغه حالت څخه بچه كړٰى شي . نونړيوالې ټولنې ته په كارده ،چې د خپل نړيوال مسووليت له مخې هیچاته دا اجازه ور نه كړي چې دخپلو ستراتيژيو له مخې د خپلو ګټو دتا مين له پاره تر كلونو كلونو پورې دتروريزم پر خلاف جګړې تر پردې لاندې افغانان دير غمل په توګه وساتي اود افغانستان د لانجې دحل له پاره دې دلندن په راتلونكي كنفرانس كې په ډانګ پييلې خبرې وكړي او افغانانوته دې داوخت وركړي چې دخپل هیواد ، بيا رغونه په خپله دنړيوالې ټولنې په مرسته پېل كړي،دلته د افغا نستان دولسمشر ښاغلی کرزی صاحب هغه ځرګند ونی دپاملرنی وړدي چی وایی

افغا نان دنړیوالو ځواکونو په وتلو له افغا نستان ځخه خوشحاله دی،نوموړی دغه خبره دامر یکا دیوه تلویزیونی چینل سره د ایی،بی،سی په نامه کړی ده، حامد کرزی  دامر یکا دولسمشر بارک اوباما دهغی پریکړی هر کلی کوی چی له مخی یی اولس میاشتی وروسته امریکایی ځواکونه له افغا نستان ځخه دوتلو لړی پیلوی،همداراز نوموړی ویلی  له افغا نستان ځخه دخارجی ځواکونو وتل به دازمینه مساعده کړی چی افغان ملی ځواکونه ځان پیاوړی کړی او دخپل وطن دساتنی لپاره لا جدی هځی وکړي

كرزي د اې بي سي خبري چينل د پوښتنې په ځواب كې چې په افغانستان كې فساد دى، او اوباما ويلي چې بيا به دغه ملك ته سپين چكونه ور نه كړو ويلي چې د فساد ډير پياوړى اړخ بهرنى دى او مخكې هم كوم سپين چكونه دغه ملك ته نه دي وركړل شي كرزي ويلي چې افغان حكومت چمتو دى چې نړيوالو ته د دوى د مرسته شويو پيسو حساب وركړي . هیله لرم چی دغه خبری واقعی او حقیقی بڼه ولری،پاي

 

.

 

 


January 17th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات